
دعراق د پوځ د لوئې درستیز والۍ ویندوي یحیی رسول وئيلي دي ، دعراق امنیتي ځواک  له تیرو پنځو میاشتو راهسې دعراق په بیلابیلوولایتونو کې د تکفیری داعشي ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې د اولسو مهمو داعشي جنایتکارو کمانډرانو پشمول په لسګونو جنایتکار ترهه ګر هلاک او ټپیان کړي دي .
 د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  وئيلي دي ، دعراق پوځ د داعشي ترهه ګرې ډلې یو سرغنه ابویاسرالعیساوي  هم په یولړ عملیاتو کې هلاک کړی دی .
داعشی جنایتکارو تیره اونۍ په پنجشنبې ورځې   په بغداد کې په دووځان مرګي حملو کې  کابو ۳۵کسان شهیدان او یو سل لس نور ټپیان کړي دي .
 په عراق کې  د داعشي جنایتکارې ډلې له ماتې سره سره  تر دې دمه  ددغه  هیواد په مختلفو سیمو کې داعشي جنایتکار  شتون لري اوپه تیت پرک ډول  ترهه ګر اقدامات کوي .