IQNA

د افغانستان په پایتخت کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر ووژل شو

22:50 - February 02, 2021
د خبر لمبر: 3484037
تهران(ایکنا)- په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ټولنې غړو ویلي چې د (سلیم کاروان) سیمې په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.
په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ټولنې غړو ویلي چې د (سلیم کاروان) سیمې په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو په یوه بیان کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مشر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دوی پر عالمانو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونه بریدونه غندي.
بلې وسله والې ډلې هم تر دا مهاله د دغو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.
پرون دوشنبه هم په کابل ښار کې د دوو چسپکي ماین چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي و او یو بل تن ټپي شوی و.
آوا
captcha