IQNA

11:10 - February 03, 2021
د خبر لمبر: 3484040
تهران (ایکنا) - د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت درستو پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
د سلواغې د میاشتې پځلسمه  چې د جمادي الثاني دمیاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري  د اسلام د ګران پیغمبر د قدرمنې لور او د نړۍ دمیرمنو دسردارې حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې  کلیزه په درستې نړۍ په تیره په درست اسلامی ایران کې په پرتم سره لمانځل کیږي  .
په دې مناسبت بیګا شپې راهسې په جوماتونو، امامباړو او زیارتونو کې په دې مناسبت د روغتیائي پروټوکولونو په اساس جشنونه جوړیږي او خلک د دغې بزرګوارې بي بي له سیرته ځانونه خړوبه کوي .
 دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې ورځ په ایران کې د مور ورځ او دښځې د مقام په توګه لمانځل کیږي  او درست خلکو خپلو میّندو او میرمنو ته ډالۍ وړاندې کوي .
د ایکنا پښتو څانګې درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو  پتمنو ته او همداراز درستو میّندو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: