
د سعودي عرب او مصر د نجومي مطالعاتو مرکز په جلا بیانونو کې اعلان وکړ چې د رمضان المبارک د میاشتې لومړۍ ورځ په ۱۴۴۳ کال کې د ۱۳ اپریل سه شنبې ورځ ده، چې له ۱۴۰۰ کال وري میاشتې ۲۴ سره سمون لري.
د مصر دارالافتاء هم هر کال د رمضان المبارک میاشتې د استهلال لپاره اقدام ترسره کوي. له دې مخې د دغه هیواد عالمانو د رمضان د سپوږمۍ لیدلو وروستو د دې میاشتې د پيل اعلان کوي.
په نورو اسلامي هیوادونو کې هم هر کال د رمضان المبارک د میاشتې د اعلان لپاره د دې مبارکې میاشتې د سپوږمۍ معلومولو لپاره بیلابیلې ډلې اقدام کوي.
اسلامي امت د رمضان له مبارکې میاشتې د استقبال لپاره چمتو کېږي او هرکال په دې میاشته کې چې د ښه کارونو او احسان میاشته ده. مسلمانان په دې مبارکه میاشته کې د شعائرو ترسره کولو سربیره له اړتیا لرونکو سره مرسته هم کوي.
3951850