
د قندهار د حج او قافو رییس محمد عمر عمر وويل چې نامعلومه وسلوالو پرون سهار د ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کښې د عبدالباقي په نوم یو دیني عالم د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی دے. هغه وويل چي دغه دیني عالم یو ډير متقي او پرهېزګاره انسان ؤ او د طریقت خلیفه هم وو.دا په روانه اونۍ کې دويم دیني عالم دے چې د قندهار په نهمه ناحیه کښي وژل کېږي.تر اوسه د دغو دوو دیني عالمانو د وژنې ذمه واري چا په غاړه نده اخیستې.
parstoday/ps