د افغانستان دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په تیرو شواروز کې د افغانستان ملی اردو او امنیتی ځواک په بیلابیلو ولایتونو کې په ګډو عملیاتو کې د طالبانو یو سل شل کسان وژلي او دغه راز کابو اته څلویښت نورئې ټيان اویو شمیر نور ئې ژوندي نیولي او د دوي زیات شمیر وسله ،مهمات، تجهیزات او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي ئې هم کشف او ضبط کړي دي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، په مختلفو سیمو کې د طالبانو کابو پنځه څلویښت چاودنې ته تیار بمونه اوماینونه هم کشف او ضبط شوي دي ، دغه زیاتره پيښې په ننګرهار ،غزني ، کندهار ، ارزګان ،فراه ، هرات ،سرپل ،بغلان ، فاریاب جوزجان او هلمند ولایتونو کې شوي دي .
تهران راډیو