IQNA

په پاکستان کې له کشمیرسره دپيوستون ورځ په پرتم سره لمانځل شوي

6:33 - February 07, 2021
د خبر لمبر: 3484049
په پاکستان کې له کشمیرسره دپيوستون ورځ په پرتم سره لمانځل شوي
تهران (ایکنا) - د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر او د پوځ عمومي قوماندان پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په سیمې کې د سولې اوسوکالۍ تحقق ، د هند ترکنټرول لاندې دکشمیري سیمې د موضوع له حل سره ممکن بللی دی .
د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پشمول په لسګوننو سترو او واړو ښارونو کې د کشمیر له مسلمانانو سره دخواخوږۍ او پيوستون ورځ  په لاریونونو  غونډو او سیمنارونو جوړولوسره لمانځل شوي  ده .
 دپاکستان ولس هر کال دفرورۍ پنځمه نیټه د لاریونونو او مظاهرو په جوړولو سره د هندترکنټرول لاندې کشمیري سیمې له مسلمانانو سره خپله همدردي او پیوستون اعلانوي او په دغه ورځ په درست هیواد کې رسمي  چټي وي .
 دپاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې   په یوه  لاریون کې په شتون سره  وئيلي دي ، دپاکستان ولس  دکشمیر په موضوع کې سره یو موټی دی  او ترڅو  چې  د کشمیر مسلمانانو ته د دوي د برخلیک دټاکنې حق نه وي ورکړل شوی دوی به غلی کې نه ني .
 د پاکستان  ولسمشر او لومړي وزیر او د پوځ عمومي قوماندان  پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په سیمې کې د  سولې اوسوکالۍ  تحقق ، د هند ترکنټرول لاندې دکشمیري سیمې   د موضوع له حل سره  ممکن بللی دی .
Parstoday.com/ps
captcha