IQNA

د کابل پشمول په افغانستان کې بیا بم چاودنو وینه بهولې ده

13:56 - February 09, 2021
د خبر لمبر: 3484062
تهران (ایکنا) - د افغانستان د کابل په شمول په مختلفو سیمو کې حملې او بم چاودنې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د طالبانوډلې او کابل حکومت ترمینخ بین الافغاني خبرې اترې له جدي بندون سره مخامخ شوي او ځیني راپورونه ښئ چې د افغانستان حکومتي پلاوی بیرته افغانستان ته ګرځیدو لپاره ځان تیاروي .
د  افغانستان د کابل  دپولیسو دقوماندانانۍ ویندوي فردوس فرامرز  نن سهار وئيلي دي د کابل ښار په شپاړسمې ناحیې کې  په چاودنې کې  یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز ئې  یولړ تاوانونه هم اړولي دي ، البته د دقیقو مرګ ژوبلو په اړه ئې څه نه دي وئيلي دي .
پرون هم په کابل کې دوو چاودنو  دیوشمیر کسانو وینه بهولې وه .  
همداراز آوا خبري آژانس هم راپور ورکړی،د افغانستان ددایکنډي ولایت مرستیال محمد علی ارزګاني هم وئيلي دي ددغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې  په ماین چاودنې کې یوپوځي وژل شوی او پنځه نورهم ټپیان شوي دي .
پاتو  د دایکنډي ولایت یوه ناکراره ولسوالۍ ته  او وخت په وخت پکې  د طالبانو  او امنیتی مامورانو ترمینځ په اخ وډب کې مرګ ژوبلې اوړي .
د افغانستان د کابل په شمول په مختلفو سیمو کې حملې  او بم چاودنې په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې  د طالبانوډلې او کابل حکومت ترمینخ   بین الافغاني خبرې اترې له جدي بندون سره  مخامخ شوي او ځیني راپورونه ښئ چې د افغانستان  حکومتي پلاوی بیرته  افغانستان ته ګرځیدو لپاره ځان تیاروي .
 تهران راډیو
captcha