د پاکستان د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، امنیتی مامورانو په کراچۍ کې د یوې ترهه ګرې ډلې په ضد په عملیاتو کې په صوبائي جرګې کې د بم کیښودلو او ورباندې دحملې دسیسه شنډه کړې او په دغو عملیاتو کې ئې یو ترهه ګرهلاک او پنخه نور له وسلو سره یو ځاي نیولي دي .
د پاکستان خبري چینلو نو په کراچۍ کې د ورانکارو عملیاتو په پلانونې د ترهه ګرو له اعترافه وروسته د ځينو مهمو حکومتي اوپوځي وداینو د ساتنې لپاره ځواکونو بشپړ تیارسی او په مختلفو سیمو کې د امنیتی تدبیرونو د سختیدا خبر ورکړی دی .
سږکال د وږي د میاشتې په مینځنیو کې هم په کراچۍ کې د القاعدې ترهه ګرې ډلې یو جنایتکار نیول شوی او دپاکستان امنیتي ادارو ددغه هیواد په اقتصادي مرکز کراچۍ کې د ورانکارو عملیاتو له اجرا کیدا مخکې د هغه پلان شنډ کړی ؤ
84222932