IQNA

  د امریکا کانګرس د ایران پر ضد د جنګ د درولو غوښتنه وکړه

6:23 - July 25, 2026
د خبر لمبر: 3493071
د امریکا کانګرس
ایکنا- د امریکا د کانګرس  استازو مجلس  پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان  جنګ  وباسي.

 د ایکنانیوز د سی این این ټیلیویژني چینل له قوله راپور راکړ، د امریکا د کانګرس استازو  هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې موخه ئې د ایران پر ضد په جنګ کې د ډونالډ ټرمپ د پوځي کمپاین او واکونو محدودول دي.

دا د قانون جوړونکو وروستی اقدام ګڼل کېږي چې د دغه جنګ په تړاو د خپل ولسمشر پر سیاستونو نیوکه او ننګونې کوي، او همدارنګه په امریکا کې د دې جنګ د محبوبیت  د کمیدا څرګندونه هم کوي.

دغه پرېکړه‌لیک چې  ډیموکرات  استازې پرامیلا جایاپال له خوا وړاندې شوی ؤ، د ۲۱۴ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شو.

د جمهوري غوښتونکي ګوند څلورو استازو، توماس مَسي، براین فیتزپيټریک، ټام برټ او وارن ډېوېډسن هم له ډیموکراټانو سره یو ځای د دغه پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ.

د دغه پرېکړه‌لیک تصویب  په دې پسې شو ی چې د امریکا د کانګرس  استازو تېره میاشت هم ورته یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی و، او وروسته ئې مشرانو جرګې (سنا) هم په یوه کم‌ساري اقدام کې، د دواړو ګوندونو په ملاتړ، تصویب کړ.

دا اقدام د هغو نیوکو په توګه ګڼل کېږي چې د روان کال په فرورۍ میاشت کې د ایران پر ضد د اسرائیلو له بریدونو سره د ټرمپ د یوځای کېدو پر پرېکړه شوې وې.

دا رایه‌اچونې په داسې حال کې ترسره شوې چې د څو میاشتو اوربند وروسته یو ځل بیا کړکېچونه زیات شوي او نوې نښتې پیل شوې دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې دوهم ځل دی چې د امریکا د استازو مجلس د جګړې په برخه کې د ولسمشر د واکونو د محدودولو هڅه کوي، خو دا لومړی ځل دی چې دا اقدام د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهمنامې له لغوه کېدو وروسته ترسره کېږي.

په وروستیو شپو ورځو کې د امریکا اعتراف چې په اردن کې د ایران د بریدونو له امله ئې څو پوځیان وژل شوي، د امریکا د جنګ پراخونې  پر ضد نیوکې لا زیاتې کړې دي.

یو شمېر ډیموکرات استازي چې د جنګ د واکونو د محدودولو پلویان دي، وایي چې ګډ پرېکړه‌لیکونه له قانوني پلوه ضروری  دي او تر اوسه هېڅ محکمې دا پریکړه  نه ده کړې چې دا ډول پرېکړه‌لیکونه د جګړې په چارو کې د اجرا وړ اعتبار نه لري.

 https://iqna.ir/fa/news/4365757

captcha