ایکنانیوز د سباه نیوز له قوله راپور راکړی،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په یوې فوري ۴۹ اعلامیې کې وئيل شوي دي، لکه څنګه چې زمونږ په ایجنډا کې به د ددغه شان جنایتونو د دوام په بڼه کې د مونږ اقدام د جنایتکارو فصاص کول وي، ډیری ترهه ګر امریکائي پوځیان او افسران ئې د مبارزانو د کوټلو ګوزارونو له ویرې خپلو مرکزونو تښتیدلي او په ښارونو کې ئې په ودانیو کې د خپلو جنایتونو د هدایتولو مرکزونه جوړ کړي دي، د هغو هیوادونو عامو خلکو ته چې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو کوربه دي خبرداری ورکوو،چې په فوری توګه دې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د پټيدا او یا د پوښښ له ځایه تر پنځه سوه میټرو پورې لیرې ووسی، څو په امن کې خوندي پاتې شي.کنه نو نور به د تاوانونو خپل ذمه وار وي او یا خپل رژيمونه دې ته اړ کړي چې د امریکاجنایتکار او ترهه ګر پوځیان دې له خپل ټاټوبی وباسي او دنورو په تیره بیا دایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبی او ولس په ضد دې له همدغو ځایونو جنایتونه نه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4365822