IQNA

د افغانستان د بلخ ولایت په یو جومات کې په چاونه کې د طالبانو ۳۰ غړي مړه شوې دي

6:39 - February 14, 2021
د خبر لمبر: 3484067
تهران (ایکنا) - د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د دغه هیواد د بلخ ولایت په یو جومات کې دننه چاودنه وشوه چې په پایله کې د طالبانو ۳۰ غړې پشمول د ۶ بهرنیو اتباع وژل شوې دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي،د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په قُلتا کلي په یوه جومات کې نن سهار  دطالبانو یوه غونډه وه چې  پکې بم وچاودید او دیرش طالبان پکې وژل شوي او دخبر ترمخابیره کیداپورې  یو شمیر نور هم ټپیان ښودل شوي چې  ځيني پکې مرګي حاله دي.
 په دغې اعلامیې کې راغلي دي،طالبان  په دغه جومات کې د ماین  جوړونې او ښخونې د ټرینینګ لپاره  غونډ شوي وو .
 البته دخبر ترمخابیره کیداپورې په دې اړه طالبانوکوم غبرګون نه دی ښودلی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،پر دې سربیره په تیرو شواروز کې په ننګرهار ،کندهار  او هلمند ولایتونو کې هم په هوائي بمباریو کې کابو یو سل پنځوس طالبان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي  او دغه راز د دوي زیات شمیر وسلې او تجهیزات هم ولجه شوي دي .
په افغانستان کې په وروستیو اونیو کې تاؤتریخوالي هاله زیات شوی چې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ  موافقې او دغه راز بین الافغاني خبرواترو هیڅ مثبته نتیجه نه ده درلودلې او د افغان ولس  نهیلي ورڅخه نوره هم زیاته شوې ده .
captcha