IQNA

7:50 - February 18, 2021
د خبر لمبر: 3484083
تهران (ایکنا) - خبري رسنيو په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په يو کاروان د بيا حملې خبر ورکړ.
د رپوټ له مخې دغه کاروان د عراق په ناصريه ښار کښې د  حملې هدف وګرځېد چې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه لا څه خبر نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د عراق امنيتي رسنيو په دغه هېواد کښې په هوائي بمباريو کښې د دوو داعشي ترهه ګرو د هلاکت خبر ورکړ.
تېره هفته هم خبري رسنيو وويل، په اللطيفه ښار کښې د امريکې په يو لجېسټک کارون باندې حمله اوشوه.
په تېرو څو مياشتو کښې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو په کاروانونو حملې زياتې شوې دي او عراقي ځواکونه يې ترټولو مهمه وجه په عراق کښې د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د شتون د وخت ختمېدل بولي.
parstoday
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: