دایکنا دخبری آژانس په راپور پرون سهار دکب دمیاشتی په یولسمه نیټه دایران په اسلامی جمهوریت کی دقرآن دنړیوالی سیالی اوه دیرشمه پړاودمرستندویوچارواود اوقاف د اداری مشرحجت الاسلام والمسلین سیدمهدی خاموشی اوددغی اداری د قرآنی چارودسیالیود مرکزمرستیال حمیدمجیدی مهرپه شتون سره ترسره شو.
ددغی ناستی په پیل کی وحیدخزایی دمسلمانو محصلینودنړیوالو سیالیو دلومړی رتبی لرونکی قاری دکلام الله مجید څوآیتونه ولوستل اوپه دوام
کی ددغه دسیالیودتبلیغاتوپلاکارتونه یا تیزرونه خپورشول.
ښاغلی خاموشی دقرآن دنړیوالی سیالۍ داهدافوپه اړه وویل دقرآن دځایګی تکریم اودعمل اودفکر دکتاب په عنوان سره یا په بل عبارت په اسلامی امت کی دژوند اونیکمرغی د کتاب په حیث اودقاریانواو حافظانودځایګاه تکریم دسیالیوله مهمو موخوڅخه دی.چی داسلامی انقلاب له لومړیوڅخه تراوسه پوری دغه رول په غاړه درلودلی دی.
خاموشی همدا راز وویل دسیالیوغیرحضوری او له مجازی فضا څخه دهغه خپاره کیدل دزیاتوکتنولامل شوی دی دقرآن سرتاسری سیالیوچی په دی وروستیوکی ترسره شوی.د مجازی فضا له لاری څخه کابو یونیم میلیونولیدونکی درلودلی دی .وړاندوینه کیږی. چی په مجازی فضاکی به نړیوالی سیالیودشپږونه تراته میلیونوکتونکی به ولری.