IQNA

په اردن کې د فحش سایټونو د بندولو غوښتنه

8:08 - March 08, 2021
د خبر لمبر: 3484125
تهران (ایکنا) - د اردن د پارلیمان او ګوند یو غړي د فحش سایتونو په اړه ټولنیز خطرو ته په اشارې سره د دغه هیواد له حکومت د دې سایتونو د بندولو غوښتنه وکړه.

د اردن د اسلامي عمل جبهې ګوند په یوې برنامه کې حکومت ته ویلې دي چې فحش سایتونه د ټولنې او کسانو د ویجاړولو او خرابولو اغیزې لري و د ټولنې د ځوانانو د تباهۍ یوه وسیله ګڼل کېږي چې د هغې د سلامتۍ او روغتیا لپاره لویه خطره او د هغې په چلند کې او د هغې په دې مسئلو د عادتولو یو لامل ګڼل کېږي. له دې سره بیره چې دا سایټونه کورنۍ ستونزې لکه کورنۍ شخړې او د طلاق میزان اوچتولو لامل هم کېږي.
د ګوند دې غړي زیاته کړه: علمي څیړنو دا خبره په ډاګه کړې ده چې د فحش فلمونو عادت په ځوانانو کې د خفګان او ستړتیا او کمزورۍ لامل کېږي او په ځوانانو او ماشومانو کې له ټولنیزه چینلو او اینټرنټ زیات کارول لوې خطرې لري.
د اردن یو شمیر غړو هم په دغه یادښتنه کې د دغه هیواد له لومړي وزیر بشر الخصاونه د دې سایتونو بندولو غوښتنه وکړه .
په دې وروستیو کې د اردن په ټولنیزو چینلو کې د فحض ټولنیزه چینلو فیلټر کول ترسره کېږي ولی چې د کرونا وبا له کبله د محصلانو د انټرنټ له لارې زدکړې سبب شوې چې یو شمیر زیات محصلان د دې فحش ټولنیزه چینلو کاران شي.
3958158

captcha