IQNA

د عراقي عیسویانو شمیر په تیرو 18 کلونو کې په د پام وړ راټیټ شوی

8:05 - March 09, 2021
د خبر لمبر: 3484133
تهران (ایکنا) - د عراق د بشر حقوق کمیسیون خبر ورکړ چې له ۲۰۰۳ کال تر اوسه په دغه هیواد کې د مسیحیانو شمیر د پام وړ راټیټ شوې دی.

د عراق د بشر حقوق کمیسیون غړي، علي البیاتي، په یوه بیانیه کې خبر ورکړ: په عراق کې د مسیحیانو شمیر له ۲۰۰۳ کال مخکې تر یونیم میلیون کسانو و خو دا شمیر اوس تر ۲۵۰ کسانو رسیدلې دې چې په هغوي کې زیات د عراق په شمال په کردستان کې میشت دي.
هغه زیاته کړه: ۴۰ فیصده مسیحیانو له داعش د خپلو ځمکو ترلاسه کولو وروستو د کردستان نینوا صحرا ته بیرته ستانه شوې دي او تر ۸۰ مسیحي کورنۍ اوس هم په موصل کې ژوند کوي او هلته میشت دي.
دې عراقي چارواکي په دې بیان سره چې له ۲۰۰۳کال تر ۲۰۱۴ کال پورې په عراق کې ۱۳۱۵ مسیحیانو وژل شوې دي زیاته کړه: د دریو کالو په اوږدو کې داعش په موصل ښار یعني له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې تسلط لرلو، چې په دغه موده کې ۱۳۰ زره مسیحیان له کورونو کډوال شول او ۱۱۵ کسان مړه او ۱۶۱ کسان تښتول شوې او ۹۱ کسان په بندي شوې دي.
داعش ترهګرې ډلې د موصل نیولو په دریو کالو کې، د دې ښار ټولې کلیساوې ویجاړ کړې او له مسیحیانو او نورو دینونو په لسګونو کسان یې وژلې یا نیولې دي.
پرون د نړۍ کاتولیکو لارښود فرانسیس پاپ، عراق ته په خپل سفر کې د موصل ښار له مسیحیانو سره کتنه وکړه او د سولې او د تاوتریخوالی له مینځه وړلو غوښتنه یې وکړه.
3958288

captcha