
د رهبری د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې له راپور سره سم، د ایران د (تاریخ جوړونکو فرشتو لښکر) ملي کنګرې ته د حضرت ایت الله خامنه اي په پیغام کې راغلې چي ښځینه جانبازې، پټمنې، مجاهدي او شهیدانې د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت لپاره تر ټولو ستر ویاړونه دي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه پیغام کې ټینګار کړئ چي د ایمان ځواک د ایراني مېرمنو په مخ د مجاهدتونو لارې پرانیستلې چي د جهاد په سختو میدانونو کې د هغوی له حضور څخه حیرانوونکي، بې سارې او له سرشیندنو ډکي پيښې تر سترګو شوې.
د رهبري ستر مقام په دغه پیغام کې جوته کړه د ساینس، څېړنې او ټکنالوجۍ په میدانونو کې له شتونه او د ادبیاتو او هنر په وادۍ کې له ځلېدو نیولې بیا په مختلفو سیاسي ټولنیزو ډګرونو او مدیریتونو کې د خپل د هنر تر ښکاره کولو او په وروستی خطرناکه ازموینه کې د ناروغانو د خدمت او سلامتیا په ډګر کې تر سر شیندنې پوري ټول او ټول د ایراني میرمنو د معنوي لوړتیا نښې دي چي د اسلامي نظام او د اسلام د درسونو او ارزښتونو په برکت لاس ته راغلي دي.
حضرت ایت الله خامنه ای وفرمایل: ایراني میرمنې وتوانېدلې چي د پهلوي د فاسد رژیم له لوري د غربي فرهنګ د تپل کېدو سره سره له ګمراهۍ څخه د ځان په ساتلو سره د اسلام خوښ شرافت او پاک لمنۍ خوندي کړي.
3958549