IQNA

اسراییل د درې فلسطیني کب نیونکو شهادت مسؤل

8:25 - March 12, 2021
د خبر لمبر: 3484148
تهران (ایکنا) - د غزه د ملي امنیت او کورني چارو وزارت له څیړنو وروستو د خان یونس په ساحل د دریو کب نیوکو د شهادت په اړه یوه بیانیه کې خبر ورکړ چې اسرائیل د درې کسانو د شهادت مسئول دی.

د غزې د ملي امنیت او کورني چارو وزارت د خان یونس په ساحل د دریو کب نیوکو د شهادت په اړه له څیړنو وروستو د دې څیړنو یو لنډیز په خپرولو سره خبر ورکړ چې دا درې کب نیونکي د کواد کوپتر د چاودنې له امله چې اسرائیلو نصب کړې و په شهادت رسیدلې دي.
د دې بیانیې په دوام کې له نړیوال او محلي حقوقي بنسټونو غوښتنه شوې ده چې په خپل مسئولیت سره د دې نیواکګر رژیم چارواکوې د محاکمه کولو لپاره نړیوالې محاکمې ته د فلسطین د ملت په حق کې د ظلم کولو له امله چې په نوې ظلم کې د دې درې فلسطیني کب نیونکو وژنه هم شامل ده، را وبللي.
په غزه دغه وزرات همداشان له نړیوال مرکزونو او بنسټونو غوښتنه وکړه چې د غزه په سمندر کې د فلسطیني کب نیونکو د ملاتړ لپاره چې تل د صهیونیسټي رژیم له ظلم سره مخ دي، اقدامات تر سره کړي.
هم دې سره سم د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې سرایا القدس هم په خپله بیانیه کې ټینګار وکړ چې دغه مقاومت به د دې دریو فلسطیني کب نیوکو د شهادت ځواب ورکړي.
سرایا القدس زیاته کړه چې د فلسطین مقاومت دا اجازت نه ورکوي چې د رژیم صهیونیسټو لخوا د شهیدانو تویې شوې وینه ضایع شي.
3959112

captcha