
د اوتارپرادش د وقف شورا پخواني مشر وسیم رضوي، په دې وروستیو کې له قرآن کریم د ۲۶ آیتونو حذف کولو لپاره د دغه هیواد له سترې محاکمې غوښتنه کړې وه.
دې اقدام د دغه هیواد د مسلمانانو د قهر لامل شو. د هند د عالمانو د غونډې مشر مولانا کلب جواد سره له یو شمیر مشهور سنی عالمانو په شمول د مولانا خالد رشید د جمعې په ورځ د رضوی اقدام محکوم کړ او د هغه د بندي کولو غوښتنه یې وکړه.
رضوی د خپلې غوښتنې په اړه وویل: دا آیتونه له پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وروستو په قرآن کې د تاوتریخوالی زیاتولو لپاره زیات شوې دي.
د هغه د دې اقدام په غبرګون کې شیعه عالم مولانا کلب جواد وویل: رضوی باید زرترزره د کفر ویلو په جرم بندي شي او هغه د مسلمانانو خلاف ډلې غړې دی او هغه وخت چې د وقف شورا مشر و په مالی فساد تور شوې او د هغه په هکله څیړنې شوې وې هغه هڅه کوي د ځان لپاره معافیت رامینځته کړي.
اهل سنت عالم مولوي فضل منان او شیعه عالم کلب سبطین نوری هم د وسیم رضوی په خلاف فتوا ورکړه، او هغه یې د دې اقدام لامله له اسلامي امت خارج او مرتد وګڼو.
مولوي فضل منان وویل: رضوی یو اسرائيلي ایجنټ دی چې د ټولنې په سوله او یووالي کې درز رامینځته کولو لپاره کار کوي.
3959547