IQNA

په فلسطین کی د« دقدس نړیوالې قاری» نړیواله سیالۍ

8:43 - March 15, 2021
د خبر لمبر: 3484161
تهران (ایکنا) -دقرآن دقرائت دنړیوالې سیالۍ دوهمه پړاود« دقدس نړیوالې قاری » ترعنوان لاندې په بیت المقدس کې دفلسطیني ځوانانوپه مټ ترسره شو.

دایکنا خبرې آژانس د دارالحیاه په قول، د«هناالقدس»  دفلسطنیي ځوانانو لخوا داهل بیت المقدس په نوم  جوړشوی دی د«دقدس نړۍ قاری  نړیوالې» سیالۍ دترسره کیدوخبرورکړ.

په  دغه سیالۍ کې دنومونو لیکل دکب۲۲له نیټې د جمعې له ورځې چې  داسلام پیغمبردمعراج دتلینې سره سمون خوري پیل شوی اودروژې د میاشتې په لسمه ختمیږي ددغه سیالۍ پایلې دروژې دمبارکې میاشتې  په ۲۵ ورځ اعلان اوګټونکوته د ښو ډالیوسره دقدرونې لوحې وړکول کیږي

دغه فلسطینې ډلې د فیسبوک دټولنیزي چینل په وسیله  په خپلوپاڼوکې د هناالقدس ډلې د سایټ د لارې له ټولوقاریانوڅخه غوښتي دي چې په دغه نړیوالې سیالۍ کی ګډون وکړي .

د« یادونې وړده چې د« هناالقدس» ډلې په ۲۰۱۶ میلاډي کال دنړیوالې  قاری سیالۍ لومړۍ پړاوترسره کړه. چې په هغه کې ۸۵۰ سیالي کونکي ګډون وکړل. چې دقضاوت کونکولپاره لیږل شوي تلاوتونه چې د انټرینټ له لارې ورته لیږل شوي وو. لس صوتونه اوتلاوتونه دپنځمې پړاو دبرترې قاری دسیالیولپاره وټاکل .

باید ووایو. چې «هناالقدس » داهل بیت المقدس له فلسطیني ځوانانوڅخه دي چې ددقدس دښارڅخه دملاتړلپاره فعالیت کوي .

https://iqna.ir/fa/news/3959539

captcha