IQNA

په سریلانکا کې د برقعې اچول بندیز لغو شو

15:28 - March 17, 2021
د خبر لمبر: 3484175
تهران (ایکنا) - د سری لانکا حکومت په اسلامي مدرسو کې فعالیت او د برقعې اچولو د بندیز لغو کولو خبر ورکړ.

د سری لانکا حکومت په وروستۍ اونۍ کې د برقعې په اچولو او په اسلامي مدرسو کې فعالیت باندې د بندیز حکم صادر کړې و، چې اوس یې د دې حکم اجرا لغو کړ.
د سریلانکا حکومت د برقعې په بندیز د نړیوال او داخلي سازمانونو له زیات اعتراضونه سره مخ شو چې دا کار په دغه هیواد کې د اقلیتي مسلمانانو له حقوقو سرغړونه وګڼل شو.
د سریلانکا د داخلي امنیت وزیر وروستۍ اونۍ په خپلو خبرو کې څرګنده کړې وه چې برقع د مذهبي افراط ګرۍ نښه ده او د دې دبندیز حکم یې صادر کړ چې له لویو اعتراضاتو سره مخامخ شو.
په سریلانکا کې برقع عام پوښښ نه دی ځکه چې د دې هیواد زیات خلک بودایی دي او یوازې ۱۰ فیصده خلک یې مسلمانان دي.
3960302

captcha