د سعودي خبریال جمال خاشقجي کوږدنې خدیجه چنګیز د بن سلمان څخه په محکمه کې شکایت کړی چي د امله یې د سعودي شاهزاده محکمې ته ورغوښتل شوی دی.
د دې راپور سره سم، د بن سلمان په وړاندې شکایت تېر میلادي کال کې په امریکې شوی خو د بن سلمان وکیلان اوس له محکمې څخه غوښتنلیک تر لاسه کړي دي.
په دغه شکایت کې د سعودي ولیعهد د خاشقجي په تښتولو او وژله باندې تورن شوی دی.
د خاشقجي وژله چي په ترکیې کې د عربستان په سفارت کې تر سره شوه په نړۍ کې له فراخو غبرګونونو سره مخ شوه.
اوس د بن سلمان درې وکیلان د هغه په استازیتوب به په امریکا کې د محکمې په وړاندې حاضر شي.