د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اتوار په مازدیګر د۱۴۰۰ نوې کال د پیل په مناسبت نیغ په نیغه او ژوندۍ بڼه ایرانی ملت ته وینا وکړه چې د تل په شان، د دوي دغه وینا د نړۍ د رسنیو د پام وړ وګرځیده.
د بلومبرګ خبري شبکې ویب پاڼهد بلومبرګ خبري شبکې ویب پاڼه د معظم رهبر د وینا دې برخې ته په اشارې سره چي امریکې له مونږ سره په چلند کښې غلطي وکړه او د سیمې په ټولو مسائلو کښې هم غلطي کوي وویل: امریکایانو ته پکار دي چې ټول بندیزونه لرې کړي او بیا به یې مونږ وازمایو نو که په حقیقت کښې یې ختم کړي وي، بې له کومې ستونزې به خپلو ژمنو ته ستانه شو خو مونږ د امریکایانو په ژمنه باور نه لرو.
فرانسه خبري آژانس فرانسې خبري آژانس هم د اسلامي انقلاب معظم لارښود په وینا کې د بندیزونو لرې کولو برخې ته په پام سره لیکلي: آیت الله خامنه ای د ایټمي موافقې په هکله هم وویل چې د دغې موافقې له لورو سره تعامل او خپله د برجام په هکله د هیواد سیاست په ډاګه اعلان شوی دی او ورڅخه به هیڅ سرغړونه ونه کړو. امریکایانو ته پکار دي چې ټول بندیزونه لرې کړي
العربیه خبري چینلالعربیه خبري چینل هم در اسلامي انقلاب د وینا په غبرګون کې لیکلي: آیت الله خامنه ای وایي: بندیز خو د ایران په خلاف جنایت و خو ځینې ګټې هم درلودلې چې وتوانیدو دغه ګواښ یي په فرصت بدل کړ. د سعودي عرب دغه خبري چینل د اسلامی انقلاب معظم لارښود د وینا یوې بلې برخې ته په اشارې سره لیکي: انتخابات د خلکو په ګدون سره د ملي اقتدار نښه ده، وفرمایل: د ځینو هیوادونو په تیره بیا د امریکې او صهیونیسټي رژیم جاسوسي ادارې له څه مودې مخکښې نه هڅه کوي چې راتلونکې ټولټاکنې پیکه کړي او دغې موخې ته د ررسیدو لپاره، یا یې ترسره کونکي په لاسوهنې تورنوي، یا خلک نهیلې کوي چې ګني رایې یې هیڅ اغیزه نه لري او د دې کار لپاره له انټرنیټ څخه هم پوره پوره ګټه پورته کوي.
همدارنګه رویترز خبري آژانس، اسپوتنیک خبر آژانس، راشا توډۍ ټي وي چینل، الجزیره قطر ټي وي چینل، المیادین او المنار خبري ویب پاڼې هم د آیت الله خامنه اي د وینا ځینو برخو ته اشاره وکړه او د هغوي د وینا ځینې برخې په چاپ کولو سره ولیکل: آیت الله خامنه اي وایي: د امریکې د تیر حکومت د زیاتره دباؤ سیاست ماتې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: که د امریکې اوسنې حکومت د زیات نه زیات دباؤ سیاست تعقیب کړي نو بیا به هم ماتې وخوري. حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلامي امت به د فلسطین مسئله هیره نه کړي او له اسرائیلو سره د څو هیوادونو د اړیکو ښه کول هیڅ اهمیت نه لري، څرګنده کړه: په یمن باندې تیرې له ټرمپ مخکښې د امریکې په ډیموکراټ حکومت کښې پیل شو او امریکایان د یمن خلاف جنایت کښې شریک دي.
3960869