
د کربلا ولایت د روغتیایی ادارې خبر ورکړ چې په نیمه شعبان کې د زیارت لپاره،د کرونا ناروغۍ کنټرول او د اصلي اهدافو په چوکاټ کې بېړني پلانونه ترتیب شوي دي.
د کربلا د روغتیایي ادارې مشر، صباح الموسوي، په یوه بیانیه کې خبر ورکړ: دا طرحه د ښار په لارو او بیړني مرکزونو سره نږدې د ۸۶ آمبولانس شتون او ۳۶ ډاکټرانو ټیمونو او هم داشان د خوراک څښاک څارنې چې د زائرانو په اختیار کې به وي او د الزهراء سلام الله علیها ګرځنده روغتون چې د اړتیا په وخت به زائرانو ته خپل خدمات وړاندې کوي ته شاملېږي.
هغه زیاته کړه: د شعبان د میاشتې د زیارت لپاره د روغتیایي ادارې بیړنۍ پروګرام، په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره ، د مخنیوي تدابیر پیاوړي کولو باندې د تمرکز، د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پوهاوي لوړولو او روغتیایي ټیمونه د ښاریانو څخه غواړي چې احتیاطي ګامونه واخلي، او د ټولنیز فاصلې ته په خیال سره، د ماسکونو کارولو او د شخصي روغتیا رعایت په ټینګار سره د موکب لرونکو، ښاریزو او زیارت کونکو پوهاوي لوړولو لپاره کار وکړي.
3961001