IQNA

داعش سره مبارزه په افغانستان کې د پاته کېدو لپاره د امریکې نوې پلمه

23:57 - March 25, 2021
د خبر لمبر: 3484196
داعش سره مبارزه په افغانستان کې د پاته کېدو لپاره د امریکې نوې پلمه
تهران (ایکنا) - امریکا غواړي د داعش له ډلي سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې خپل فوځي حضور ته دوام ورکړي.

په امریکا کې د کنګرس د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر اډم سمیټ وویل: د جو بایډن اداره غواړي په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې لپاره خپل فوځیان په دغه هیواد کې وساتي او په دې زمینه کې له طالبانو سره موافقې ته ورسیږي.

اډم سمیټ زیاته کړه: د مې تر میاشتي پوري له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شوونې نه ده.

په افغانستان کې د داعش له ترهګري ډلي سره د مبارزې ادعا په داسي حال کې له دغه امریکایي چارواکي له لوري مطرح کیږي چي په ځلونو له داعش څخه د امریکایانو د ملاتړ په اړه په رسنیو کې کره راپورونه خپاره شوي دي ان دا چي ځينې مواردو کې حتی واشنګټن هم په دې مسالې باندې اعتراف کړی دی.

د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د دوحي د تړون له مخې امریکایي فوځیان باید د مې تر میاشتي پوري له افغانستان څخه ووځي.

parstoday.com

captcha