
د فرانسې «اې ايف پي» خبري اژانس د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده فیصل بن فرحان په حواله ويلي، چې له اسرائيلو سره اړيکې جوړول د سعودي او منځني ختيځ په شمول د ټولې سيمې لپاره ګټور دي.
د فیصل فرحان په وينا د سعودي او اسرائيلو اړيکې تر ډېره د سولې پروسې د بريا لپاره اړينې دي.
د امريکا له سي ان ان تلويزون سره د خبرو پر مهال د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي: «زما په ګومان په سيمه کې د اسرائيلو په رسميت پېژندل به د ټولې سيمې په ګټه وي.»
د شهزاده فرحان په وينا دا اړيکې به د سيمې ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت سره ډېره مرسته وکړي.
سعودي چارواکو تر دې وړاندې څو څو ځل ويلي، چې د فلسطيني قضيې تر بشپړ حل پورې له اسرائيلو سره رسمي اړيکې جوړول ناشوني دي، خو له ایران سره د روانې دښمنۍ په بهانه د سعودي په شمول يو شمېر عربي دولتونه له اسرائيلو سره ډېر نږدې شوي او د يهودو له ښکېلاکي دولت سره يې پټې او ښکاره اړيکې جوړې کړي دي
د تېر کال په نومبر مياشت کې اسرائيلي رسنيو داسې رپوټونه هم خپاره کړي وو، چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په پټه د سعودي سفر کړی و او هلته يې له وليعهد محمد سلمان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدلي وو، خو سعودي چارواکو دا ډول رپوټونه رد کړي وو.
د تېر کال په وروستيو کې متحده عربي اماراتو، بحرين او ورپسې سوډان او مراکش عربي هېوادونو د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو تړونونه وکړل
د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عربي دولتونو او اسرائيلو د اړيکو جوړولو هرکلی کړی و او هيله يې ښکاره کړې وه، چې د سعودي په شمول نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته لېواله دي.
https://www.nunn.asia/184348