
د سعودي عرب چارواکو له پرون د وري میاشتې له ۱۵ نېټې سره سم د رمضان المبارک د میاشتې په درشل کې د کعبې شریفې د پردې د بیا جوړولو او ترمیمولو پيل وکړ.
دا کار به تر پنځه ورځو دوام ولري او د ملک عبدالعزیز سازمان ۱۴ کارپوهان روغتیایي متخصص او څارونکي به په دې کې ګډون کوي.
د کعبې د پردې د څارونکې ادارې مشر فهد بن حضیض الجبار وویل: د کعبې له پردې په ساتنه او ترمیم کې له زیان لیددونکې برخې ګنډل او په هغې باندې د سرو زرو او سپینو زرو کار او دوړې څنډل ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: دا اقدام د روغتیایي لارښوونې او د یو روغتیایي کارپوه په شتون کې ترسره کېږي تر څو ګډون کوونکو روغتیا ساتنه وشي.