IQNA

د صهیونیسټ رژیم له 35 کلونو بند وروسته د یوه فلسطیني زنداني خوشې کیدل

9:06 - April 06, 2021
د خبر لمبر: 3484215
تهران(ایکنا) - صهیونیسټي رژیم له ۳۵ کلونو وروسته رشدی ابومخ خوشې کړ.

د صهیونیسټ چارواکو، له ۳۵ کلونو حبس او بند وروستو د لویدیځې باقه سیمې رشدي ابومخ خوشې کړ.
د فلسطین د بندیانو انجمن خبر ورکړ چې ابومخ په ۱۹۸۶ کال (۳۵ کلونه مخکې) سره د دریو نورو ملګرو صهیونیسټی رژیم نیولې و.
په دې بیانیه کې راغلې دي: د اسرائیلو محاکمې په پیل کې هغه په عمر قید محکوم کړ خو بیا یې دا حکم په ۳۵ کالو بند بدل کړ.
دا فلسطیني بندي به دوه اونۍ وروستی خوشې کېدو، خو صهیونیسټي رژیم له خوشې کیدو مخکې د موټر چلولو د تخلف په پلمه د هغه د بند موده نور 12 ورځې زیاته کړه.
د ابو مخ په خوشې کیدو سره ، د اوسلو تړون وروسته د پخوانیو فلسطیني بندیانو شمیر تر 25 کسانو رسیدلۍ. له دې بندیانو څخه یولس کسان په ۱۹۴۸کال نیول شوي چې د نیولې شوې ځمکې اوسیدونکي و، او ترټولو پخوانۍ کریم یونس او ماهر کریم دي، چې له ۱۹۸۳ کال راهیسې بندیان دي.
3962686

captcha