د اندونیزیا د دین وزارت او اسلامی لارښونې سازمان مشر قمرالدین امین د دې خبر په ورکولو سره وویل: دا غونډه به د دین وزارت په همت او د اندونیزیا د فتوای شورا عالمانو په شتون کې د رمضان المبارک د لومړۍ ورځې، د شوال او د ذی الحجة میاشتې په اړه ترسره کېږي.
د میاشتې د اثبات غونډه تل د هجري تقویم د وروستۍ میاشتې په ۲۹ نیټه ترسره کېږي، یعني په ۲۹ شعبان د رمضان المبارک د لومړۍ ورځې د ټاکلو لپاره او د رمضان په ۲۹ نیټه د لومړې شوال لپاره ترسره کېږي.
د رمضان د میاشتې لیدلو غونډه د یو سمینار په توګه د سپوږمۍ لیدلو لپاره پیل کېږي او بیلابېلې ډلې منجمله: د دین وزارت د هجري تقویم یووالی ډله، د ملګرو هیوادونو سفیرانو، د عمومي سازمانانو مشرانو، د اندونیزیا د عالمانو غونډې چارواکو، د د ملي هوايي چلند او فضا مرکز او د اقلیماتو او جیوفیزیک لپاره د اندونیزیا مرکز په دې غونډه کې شتون لري.
3962508