IQNA

د اسلامي انقلاب ددوهم ګام اعلامیه د تولید ټوپ وهل

10:04 - April 06, 2021
د خبر لمبر: 3484217
تهران(ایکنا) - پرسونګو او فسیلي انرژۍ په تیره بیا په تیلو باندې تکیه په نزدې راتلونکي کې په ملي سویه او همداراز د راتلونکو نسلونو لپاره د نه جبرانیدونکو تاوانونو لامل کیږي.

په نرمیدونکو او پاکیدونکو ځانګړنو سره نوی کیدونکي انرژۍ،د ژواک چاپیریالي او ټولنیزو او اقتصادي پراختیا د موخو له تحقق سره د مرستې سب کیږي او له دې اړه،د تل پاتې پراختیاظي موخو په پوره کیدا کې مهم رول لري .
د ایران د پراختیا شپږم پروګرام موخو ته کتنه ښئ چې دهیواد سیاستوالان او قانون جوړونکي،له نوي کیدونو سرچینو څخه د ډول ډول بریښناپرتولید په تمرکزسره د نوي کیدونکي انرژۍ پرلومړیتوب ټينګار کوي .
د بادي ، شمسي او جیو تهرمل انرژیو پشمول له نوي کیدونکو انرژیو څخه استفاده ، له فُسیلی سرچینو سره داړوندوالي او دککړونکو ګیسونو د خوریداد کموالي سبب کیږي .
اوبه ، باد ، لمر او جیو تهرمل یا دمځکې ګرم ساتل ، دپاکو انرژیو د تولید تر ټولو مهمې سرچینې دي . دنړۍ د ترټولو وروستیو احصایو په اساس د دنیا دټولې انرژۍ شپږویشت اعشاره پنځه فی صده ، نوي کیدونکي انرژي جوړوي . په دغې ا ندازې کې د اوبو د بریښنا ونډه هم شپاړس اعشاریه څلور فی صدي ده . همداراز د بادي او لمریزې انرژۍ ونډه هم په دې زمینې کې اهمیّت لري .
په ایران کې ، له موجودو سرچینو څخه د اوبو له سرچینو د تولیدي بریښنا ونډه له نورو لازیاته ده .د بریښنا-آبي انرژۍ د نړیوالې ټولنې د ترټولو وروستي راپور په اساس،ایران د بریښنا-آبی بټۍ له دولس زره میګاواټو څخه په استفادې سره د دنیا نولسم او دسیمې په دوهم لمبر کې راځي .
مطالعه ددې ښودنه کوي،چې د ایران د بوشهرولایت ختیځ،د فارس ولایت جنوب،هرمزګان ولایت،دکرمان اوسیستان او بلوچستان ولایتونو جنوبي برخه،د یزد او اصفهان ولایتونو ځينی برخې چې د ایران مرکز ي او جنوبی سیمې دي ،په پنځه اعشاره پنځه کلوواټ متوسطې تودوخې څخه په برخمیندا سره،د نوي کیدونکي انرژۍ مهمې سرچینې حسابیږي .
دم ګړۍپه ایران کې د اته سوه څلورویشت میګاواټ ټولګې په ظرفیّت په میګاواټي اندازه یا ریشتر کې نوي کیدونکي یو سل یو دیرش بټۍافتتاح شوي او اته سوه یوویشت میګاټ نوره هم د جوړیدا په حال کې دي .
د نوي کیدونکو انرژیو پراختیا تردې دمه د بریښنا څه دپاسه څلور زره اوه سوه نهه دیرش میلیون کلوواټ هاورز تولید سبب شوي چې له دغې اندازې،د شمسي او بادي بټيو سره د اړونده تولیدي بریښنا ونډه په ترتیب سره ،۴۷ او ۳۷فی صده ده او نوره هم د آبي بریښنا دسرچینو او د فُسیلي بریښنا د تولید له بټیو سره اړونده دي .
په ایران کې دنوي کیدونکو بټیو په کارونې سره تردې دمه په کال کې د ژواک چاپیریال دڅه دپاسه درې سوه ټنه ګلخانه اي ککړتیاؤ مخه نیول شوي او دغه حرکت د هیواد د ژواک چاپيریال له ساتلو او د هواد ککړتیاؤ له کمولو سره ډيره مرسته کړې ده .
د نوي کیدونکو سرچینو یو بل امتیاز له فُسیلي سونګو څخه په لا لوړ ارزښت سره دبډاي شوو پيټروکیمیکل محصولاتو د تولید امکان او دفُسیلي سونګو په ځاي د دوي د راوستل دي .
له دې اړخه هم په هیواد کې د نوي کیدونکو بټیو جوړیدا توانیدلې ده د کابو یو نیم میلیون مکعب میټر طبیعي ګیسو بچت وکړي .
دم ګړۍ په هیواد کې د پاکو او نوي کیدونکو بټیو دتجهیزاتو تولیدونکي یوسل شپیته شرکتونه جوړشوي دي .دا موضوع په هغه کال کې چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا د تولید دټوپ کال نومول شوی،د نوي کیدونکي حوزې کې د انرژۍ او ځواک د وزارت یوه مهمه او اساسی بریا حسابیږي .
د چین په څير هیوادونو تجربه په دې زمینې کې د پام وړ ده .چین له ۲۰۰۶کال څخه چې د نوي کیدونکو انرژیو قانون ئې تصویب کړی،په لازیات توان سره ئې له پاکو انرژیو،د ډبرینو سکورو له بټیو څخه داستفادې له کمولو،د لازیاتې کارنده ټمپریچر لرونکو بټيو له بشپړتیا او د انرژۍ له سسټماټيک شوو پروژو له اجرا څخه استفادې ته مخه کړې ده .
په ۲۰۱۹کال کې په نوي کیدونکو بټیو کې د دغه هیواد لګل شوی ظرفیّت په دنیا کې په لومړي لمبر شو .
د نوی کیدونکو انرژیو او د بریښنائي چارود ادارې مشرمحمدساتکین وائي،تل پاتې پراختیا ته درسیدا او د استفادې ښه کیدا ته د رسیدا لپاره د یوه جامع پروګرام پلانول،د ایران د نوي کیدونکي انرژیو او د بریښنائي ادارې یو لومړیتوب دی . ددغه لومړیتوب په اجرا کې د انرژۍ او بریښنا وزارت هوډ لري ،چې په لنډمهاله پروګرام کې د نوي کیدونکو انرژیو د بریښنا د تولید ظرفیّت پنځه زره میګاواټ ته ورسوي . د ایران د نوی کیدونکو انرژیو او بریښنائي استفادې د ظرفیت ټولګه تردې مه اته سوه پنځه اتیا میګاواټو ته رسیدلې ده .پوره شوی ظرفیّت توانیدلی دی،د یوز زر دوه سوه اوه اویا میلیون مکعب میټر ه طبیعي ګیس بچت کړي .
په عین حال کې له دغې سرچینې د انرژۍ تولید ډیر لږ دی او په دې زمینې کې ځيني محدودیّتونه شته دي،پردې اساس باید دپاکې انرژۍ دتامین لپاره هم نوره لارې چارې ولټول شي .
په دې زمینې کې یوه تجروبه شوي لاره چاره د ایټمی انرژۍ تولید دی . ایټمي انرژي، د ایټمي ټيکنالوجۍ او ساینس یو ترټولو غوره بحث دی چې د مختلفو هیوادونو په تیره بیا د پرمختللو هیوادونو دانرژۍ په تامینولو کې غوره رول لري . پر ایټمي انرژۍ، د نوي کیدونکو انرژیو په اپوټه په بشپړ ډ ول تکیه کیدلی شي او یوه پاکه انرژي ده . په یوې ایټمي بټۍ کې ، اوبه، له ایټمي غبرګونونو څخه په ترلاسه شوي انرژۍ سره ګرمیږي او داوبو بخار او بړاس ، په لازیات فشار اودباؤ سره تولیدیږي .دغه بخار او بړاس د ټرباینونو د څرخیدا یا تاؤولو لپاره او په نهایت کې د بریښنائي جنریټرانو لپاره کارول کیږي . دم ګړۍ په نړۍ کې څه ډپاسه څلورسوه دیرش ایټمي بټۍ فعالې دي او د فرانسې په څير د ځينو هیوادنوو انرژي ، زیاتره له ایټمي بټیو تامینږي .د ایران اسلامی جمهوریت هم د فُسیلی سرچینو ختمیدا او د هیواد اقتصادي او اجتماعي پراختیا مخ په وده بهیر ته په پام سره ، د بریښنا دتولیدلپاره،له ایټمي انرژۍ څخه استفاده ضروري او لازمه ګڼي او د څو ایټمي بټیو جوړول ئې دخپلو پاکو اوغیر فُسیلي انرژۍ د تامینونکو سرچینو د ډولوالي د زیاتولو په زمینې کې پخپلو سټراټژيکو موخو کې شامل کړي دي .
د ایران د انرژۍ او ځواک وزیر رضا اردکانیان په ایران کې د ایټمي بریښنا د تولید د ونډې د اندازې په باب وائي، د بوشهر ایټمي بټۍ په داسې وخت کې چې بشپړ تیاره ده هغه توان چې چینل ته ئې وردوي ، زر میګاواټه دی او باید ووئيل شي ، چې دم ګړۍ په هیواد کې دایټمی بریښنا دتولید ونډه له دوو فی صدو هم کمه ده .
د بریښنا دتولید ددغې ونډې دزیاتولو په خاطر، دوه نورې ایټمي بټۍ یعني د بوشهیر د ایټمي بټۍ دوهم او دریم یونټ برابرول هم د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې په اجرائي پروګرامونو کې شامل شوي دي .

تهران راډیو

captcha