
د پاکستان په بېلابیلو ښارونو کې د رمضان په مناسبت سره خلکو د لمونځ د توکو تسبیح، مهر، سجاده او ټوپۍ اخیستل زیات کړې دي.
د دې توکو د پلور په زیاتوالی سره دوکاندارانو هم قیمتونه زیات کړې دي او هغه کسان چې د دې توکو د خرید لپاره بازارونو ته راځي وایي سږ کال د توکو قیمت له تیرو کلونو په نسبت د توجه وړ زیات شوی دی.
تیر کال د یوې سجادې قیمت تر پنځه سوه روپۍ و خو سږ کال له اته سو تر زر زوپۍ پورې زیات شوې دی همداشان ټوپۍ چې تیر کال تر یو نیم سل روپۍ وه چې قیمت یې اوس تر دوه سوه پنځوس زیات شوې دی.
هغه څوک چې د رمضان په میاشته کې د لمونځ توکې تر لاسه کوي وایي: د لمونځ د توکو زیات اخیستلو له امله د دې توکو قیمتونه زیات شوې دي.