IQNA

په سویډن کې د ۲۰۲۱ رمضان قرآني سیالۍ

4:26 - April 25, 2021
د خبر لمبر: 3484257
تهران (ایکنا) - د سویډن په پلازمینه سټاکهولم کې د امام علي اسلامي مرکز د رمضان المبارک  2021 قرآنی سیالۍ د تلیګرام له لارې ترسره کوي.
د سویډن امام علی (ع) اسلامي مرکز خبر وکړ: دا سیالي د روژې مبارکې میاشتې تر پایه پورې ، هره ورځ د استکهلم په وخت 00:19  بجی د امام علی (ع) د اسلامي مرکز د ټیلیګرام چینل له لارې «telegram.me/iacfarsi» ترسره کیږي.
دا مقابلې دریو پوښتنو ته چې هر یوه پوښتنه څلور برخې لري ته شامل ده، پوښتنې د قرآن کریم له سپارو چې یوه شپه مخکې به د سویډن د مرکز په پروګرام کې اعلان کېږي اخیستلې کېږي.
په مقابلو کې ګډون کونکي به د هر سوال ځواب لپاره تر دوه دقیقو وخت ولري او د هرې شپې د بریاليو تر مینځه به د قرعه  کشۍ ورستو د هغه نوم د امام علی  علیه السلام اسلامي مرکز په ټلګرام کې اعلان کېږي.
ګډون کونکي تر څلور بچو کولۍ شي د دغه ورځې په مقابل کې ګډون وکړي او له ګټونکي سره به د ټلګرام له لارې اړیکه نیولې کېږي. 
د دې مقابلو د ګټونکو لپاره جایزه د امام علی علیه السلام په اړه د سویډن په ژبه کې یو کتاب، کجهورو یو ډبې اعلان شوې دی له سویډن نه بهر موجود کسان هم کولی شي به دې مقابلو کې ګډون وکړي. خو جایزه به یواځې هیواد کې دننه ایډرس باندې لیږلې کېږي.
3966783
captcha