IQNA

په فلسطین کې د الاقصی قرآنی تفسیر او حفظ د سیالۍ د نوم لیکنې پیل

0:10 - April 28, 2021
د خبر لمبر: 3484265
تهران (ایکنا) - د فلسطین د دینی چارو او اوقاف وزیر د الاقصی د قرآن حفظ سیاسیلو لپاره د نوم لیکنې د پیل خبر ورکړ.
د فلسطین د دینی چارو او اوقاف وزارت غړي حسام ابوالرب، خبر ورکړ چې د قرآن کریم تفسیر او حفظ سیالۍ پنځه ویشتمه دورې لپاره نوم لیکنه له۸ اردیبهشت پيل کېږي او تر ۲۷ می (۶ خرداد) دوام لري.
هغه زیاته کړه: دا سیالۍ به د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې په لومړۍ کې د مدرسو او پوهتونونو ګرمۍ تعطیلاتو سره سم پيل کېږي نو د محصلانو او زده کونکو له مشرانو غوښتنه کوو چې خپل ماشومان له معنوي ګټو ترلاسه کولو او په دې سیالیو کې د ګډون لپاره وهڅه وي.
ابوالرب به د دې سیالیو د بیلابیلو برخو په اړه وویل: دا سیالۍ به په دریو برخو کې ترسره کېږي چې په هغې کې له قرائت سره د ټول قرآن حفظ، تجوید، د اسراء مبارکې سورې تفسیر، له قرائت او تجوید سره د ۲۰سپارو حفظ، له قرائت او تجوید سره د ۱۰سپارو حفظ شامل دي.
هغه په دې سیالو کې د ګډون د شرط په اړه هم وویل: په دې سیالیو کې ګډون کونکې باید فلسطیني وي، د هر برخې لپاره هم د داوران یوه غونډه شتون لري او ګټونکو ۱۰ کسانو ته به د دې سیالیو په پای کې جایزې ورکړ کېږي.
3967422

captcha