IQNA

د هندوستان په تلنګانه کې د کوچني اختر ۴۵۰ زرو کڅوړو مرسته

11:12 - April 28, 2021
د خبر لمبر: 3484266
تهران (ایکنا) - د هند د تلنګانه ولایتی حکومت د دې ولایت د اړمنو مسلمانانو لپاره د عید فطر په مناسبت د مرستې په سلګونو زره کڅوړو ویشل پيل کړې دي.
د هند تلانګانه ولایتی حکومت، د عید فطر لپاره په مسلمانانو کورنیو کې د جامو او رمضاني کڅوړو ویشل پيل کړې دي. دا طرحه د تلنګانه ولایت د وقف شورا د څارنې لاندې ترسره کېږي.
د دې ولایت د دنینو چارو وزیر محمد محمودعلی، او د تلنګانه د وقف شورا مشر محمد سلیم د دې مرستې کڅوړو د ویشلو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.
۴۵۰ زره د مرستې کڅوړې به له ۸۱۵ جوماتونو په ټول ولایت کې او د حیدرآباد په ۴۰۰ جوماتونو کې ویشلې کېږي. هر جومات لپاره ۵۰۰ کڅوړې به د کمیټۍ د څارنې لاندې ویشل کېږي. تیر کال د کرونا وبا له امله دا کڅوړې نه وې ویشلې شوې.
محمود علی له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې د تلنګانه حکومت تل له بې وزلو او اړمنو کسانو سره مرسته کړې ده. هغه وویل د دې طرحې هدف دا دی چې اړمنه او بې وزله هم رمضان او اختر په خوشحالۍ سره تیر کړي.
تلنګانه د هند دولسم ستر ولایت دی او د ۲۰۱۱ کال د سر شمیرو پر اساس دلته ۳۵ میلیون نفوس ژوند کوي. د حیدر آباد ښار په دې ولایت کې د مسلمانانو د میشتې مهم مرکز په توګه په دغه هیواد کې شمرلې کېږي.
3967630

captcha