د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ، د " قدس مسلم اتحاد محور" ویبینار به په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوری سازمان، د دوه کلتوري سازمانونو، د ملګرو ملتونو انسټیټیوټ او د پاکستان د حمعیت علما ګوند په ګډون سره ترسره شي.
دا ویبینار به د چهارشنبه په ورځ ، د می په 6، د قدس موضوع د ژوندي ساتلو، د فلسطین اشغال په اړه، د صهیونیسټ رژیم دسیسو د توضیحاتو او د فلسطین مسلې په اړه د امام خمیني او د ستر رهبر نظرونه تشریح کولو په هدف سره ترسه شي.
دغه ویبینار، چې په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید علي حسیني به پکې برخه واخلي، د څوارلس شخصیتونو، د پوهنتون استادانو ، شیعه او سني عالمانو، د دیني مدرسو استازیو، د ګوندونو مشرانو او سیاسي او کلتوري شخصیتونو په ګډون سره ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بیلا بیلو ښارونو خلک هرکال د نړۍ د نورو هیوادونو په شمول د القدس ورځ لمانځي او په داسې حال کې چې د فلسطین مظلومو خلکو ملاتړ کوي د صهیونیسټ رژیم جنایتونه په کلکه غندي. د صهیونسیټي رژیم لخوا د فلسطین خاوره نیول او د دې رژیم له جنایتونو سره خپله کرکه څرګندوي او د صهیونیسټانو لخوا د مقاومت د شهیدانو د لارې په دوام د ټینګار کوي.
3968211