IQNA

قدس ځواک د منفعلې ډيپلوماسۍ په مخه نیولو کښې تر ټولو اغیز شیندونکی عامل دی

15:34 - May 03, 2021
د خبر لمبر: 3484273
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي ټينګار وکړ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قدس ځواک په لویدیځې اسیا کښې د منفعلې ډیپلوماسۍ په مخه نیولو کښې ترټولو ستر اغیزشیندونکی عامل دی

هغه حضرت پرون مازیګر د کارګر د نړیوالې ورځې او د معلم د ورځې په مناسبت په ټیلي ويژن باندې ژوندۍ وینا کښې د هیواد  د ځینو رسمي چارواکو لخوا په یوشمیر څرګندونو باندې نیوکې سره چې د دوښمانانو لخوا ترې ناوړه استفاده کیږي ټینګار وکړ د سپاه پاسداران قدس ځواک د اسلامي جمهوریت سیاست ته تحقق ورکړی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په هغه غږیز فایل باندې نیوکې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفانو او د دوښمنو رسنیو لاس ته ورغلی دی ډاګینه کړه امریکا ډیر کلونه کیږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په نفوذ سخته اندیښمنه ده او په همدې خاطر له شهید سلیماني څخه خپه وه او هغه یې شهید کړ .

د مشرتابه ستر مقام ټینګار وکړ د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک او دغه راز د شهید سلیماني په هکله باید داسې خبرې ونکړو چې داسې معنا ورکړي چې د دوښمانانو خبرې تکراروو .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي بیا زیاته کړه د هیواد پروګرامونه پوځي ، علمي ، کلتوري او ډيپلوماسۍ ده او ددغو چارو ټولګه د هیواد سیاست جوړوي او دا خبره چې یوه  برخه  بله برخه نفي کوي اصلا معنا نلري او دا  داسې ستره غلطۍ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت مسول یې ترسره نکړي .

هغه حضرت ډاګینه کړه لویدیځ هیواد ټینګار لري چې د ایران خارجه سیاست د دوې تر بیرغ لاندې وي او هغوې ګروهنه لري ځکه چې کلونه کلونه همداسې وو هم د قاجار باچا په وخت کښې هم د پهلوي حکومت په وخت کښې هم  ایران د لویدیځو هیوادونو تر سلطې لاندی وو خو اسلامي انقلاب ایران د دوې له سلطې وویست او دغه لویدیځ هیوادونه اوس کوشش کوي په ایران دوباره سلطه ومومي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي جوته کړه د دنیا په هیڅ هیواد کښې بهرنی سیاست په خارجه وزارت کښې نه ټاکل کیږي او په ټوله دنیا کښې لوړرتبه چارواکي او مهمې ادارې دي چې خارجه سیاست جوړوي البته خارجه وزارت د سیاست په جوړولو کښې مشارکت لري خو اجرا کونکی دی .

هغه حضرت دغه راز ټینګار وکړ په ایران اسلامي جمهوریت کښې هم د ملي امنیت لوړه شورا شته او ټول پکښې ګډون لري فیصله کیږي او خارجه وزارت هغه باید په خپلو رودو سره اجرا کړي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په هیواد کښې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په هکله هم وویل انتخابات د کلمې په حقیقي معنا یو(۱) مهم فرصت دی او خلک باید له ټول ټاکنو ناهیلي نشي .

parstoday.com

captcha