IQNA

ترهه ګري په افغانستان کې د امریکا د دو لسیزو د شتون بریا

10:12 - May 11, 2021
د خبر لمبر: 3484296
تهران (ایکنا) - د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړروښانه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .
په ډیرې خواشینۍ سره کابل ښار یوځل بیا د فرقه پالو ترهګرو د بوږنونکو عملیاتو هدف وګرځیده او د سید الشهدا لیسې زده کونکې جینکۍ د روژې په دې مبارکې میاشتې کښې په ډیره مظلومانه توګه شهیدانې او زخمیانې شوې، په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دغه غیراسلامي او غیرانساني اقدام په غندلو سره ډاډ لري چې د دغه ډول جنایتونو د عواملو سپیره اهداف به پوره نه شي او په افغانستان کښې به فرقه ایز تاوتریخوالي رامینځته نه شي.
د ایران داسلامی جمهوریت  دقضایه قوې مشر سید ابراهیم ریئسي هم په کابل کې د ترهه ګرې پيښې په اړه د  افغانستان شجاع او میړني ملت ته تسلیّت وئیلی  او وئيلي ئې دي ،په کابل کې وحشی ډوله  او بوږنونکي ترهه ګره پيښه او ددغې پيښې زړه دردونکي عکسونه او صحنې د  هر وجدان لرونکي انسان زړه دردوي . ابراهیم رئیسي  وئیلي دي ، د روژې په مبارکې میاشتې کې  د معصومو زلمیانو اوماشومانو ټوټه کول  د هغو  بزدلو درندګانو  کار دی چې  له اسلام او انسانیّته نه دي خبر .
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف  هم د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ته په یوه پیغام کښې ټينګار وکړ ټرورونه به د افغانستان د دوست او د ورور هیواد د خلکو په رښتیوني ارادې او د پایداره ، امنیت ، پراختیا او بیا رغونې په تحقق او د خلکو د برخلیک په ټاکلو باندې هیڅ اغیز ونلري .
قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړروښانه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو  کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .
 همداراز د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  هم  په کابل کې د انجونو په ښونځي د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې  لیکلي دي ، اوس ئې وخت رارسیدلی ، هغه درست کسان چې له افغانستان  او اسلام سره ئې زړونه تړلي دي ، له وروز وژلې لاس واخلي او په یوموټي کیدا سره دې په بې وطنه داعشیانو باندې دې  ډګر تنګ کړي .
په افغانستان کې د ترهه ګرو پیښو تکرار اوس کلونه کیږی چی د دغه ټاټوبی د خلکو رنج او غم اومصیبت یې زیات کړی دی خو د دغو جنایتونو علت باید چیرته ولیدل شی ؟د دغې پوښتنې په ځواب کې ‌ډیر بحثونه مطرح دي . سیاسی بی ثباتی ، قدر ت ته د رسیدا لپاره د ډلو سیالی ، د ملی وفاق نیشتوالې ، قومی اختلافات او د مذهبی افراط پالنې له امله تعصبات هغه علتونه او عوامل دي چی په دې زمینه کې په  ذهن  کې پوښتنې رامینځته کیږی . خو په تیرو دو لسیزو کې د دغه هیواد سیاسی بهیرونو ته کتنه په دغه هیواد کې د ناامنیو د دوام د علتونو ښکاره شننه او انځور وړاندی کوی .
حقیقت دا دې چی  له ترهه ګرۍ نیولی تر داخلی جنګونو ، نورو هیوادونو ته د میلیونونو کسانو کډوالیدا او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق په یوه ستر قطب  د افغانستان بدلیدا سرچینه په لویدیځه اسیا کې د امریکا د ویجاړونکیو سیاستونو له امله دي .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د ۱۳۹۶ کال په سلواغه میاشت کې په یو لړ ویناو کې د افغانستان په ترهه ګرو پیښو کې د سلګونو خلکو د ترور په اړه د داعش لاسلیک ته په اشارې سره وفرمایل هماغه لاسونه چی د داعش په رامینځته کولو سره یې هغه په عراق او سوریه کې د خلکو پرضد د ظلم او جنایت لپاره اوزار وګرځوه ، نن په هغو سیمو کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته د نغه د انتقالولو هڅه کوی او وروستی وژلې په حقیقت کې د همدغې نقشې پیلامه دی .
د رهبرۍ ستر مقام  امام خامنه ای د ناامنۍ له رامینځته کولو د امریکا بل هدف په سیمه کې د خپل شتون حقه کول یاد کړل او زیاته یې کړه امریکایان پخپله په افغانستان کې د ناامنۍ اصلی عاملان دي او هغه وژلې چی د مذهب په نوم په دغه سیمه کی له کابو شلو کلونو راهیسې ترسره شوی ، نیغه په نیغه یا غیر مستقیم ډول د امریکا د عواملو په وسیله ترسره شو ی او اوس په دې پسې دي چی د ناامنی په رامینخټه کولو سره خپل شتون تامین کړی او خپل اقتصادی او سیاسی هدفونه پرمخ بوځی .
روښانه ده چی امریکا اوس هم په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته د روا والی په لټه کی ده ، په داسې حال کی چی په افغانستان کې د دوامداره سولې یوازنۍ اغیزمنه  لاره د دینی او قومی وحدت ساتل ، ګډ درک ته د رسیدا لپاره خبرې اترې او له ترهه ګرۍ او نیواکګرۍ سره بی ځنډه مبارزه ده . اسلامی ایران چمتو دې چی په افغانستان کې د امنیت ، ثبات او سولې د ځای پر ځای کولو لپاره هرډول مرسته وکړی او په دې زمینه کې له سیمه ایزو او نړیوالو هلوځلو ملاتړ کوی .
تهران راډیو
captcha