تهران (ایکنا) – احمد مهدي، یو مصري ځوان او نوې قاري، د روسیې په تاتارستان کې د قران د حافظانو په غونده کې له قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.

احمد مهدی له مصري محصلانو د تاتارستان جمهوري په پلازمینه قازان کې مېشت دی او د طب په برخه کې زدکړه کوي.
دا مصري قاري د تاتارستان د مسلمانانو د بېلابېلو مناسبتونو په غونډو کې شتون لري او د قرآن تلاوت کوي. د هغه له فرقان سورې د تلاوت فلم چې څو ورځې مخکې د فطر د اختر په مناسبت د تاتارستان د قرآن د حافظانو په غونډه کې ترسره شو، په دوام کې کتلې شۍ: