IQNA

په لبنان کې د سوریې پر رایه ورکونکو برید/ حزب الله وغندلو

15:24 - May 21, 2021
د خبر لمبر: 3484320
تهران (ایکنا) - د سوریې د ولسمشرۍ لپاره له دې هیواد بهر د انتخاباتو د لومړي پراو پيل، له سعودي حکومت سره د اړیکې لرونکي ډلې  د سوریې پر رایه ورکونکو  برید وکړ.
د سوریې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره له دې هیواد بهر د رایه ورکولو د لومړي پړاؤ له پيل سره سم، د سمیر جعجع(د فالانژ ګوند مخکې مشر او د سعودي حکومت له متحدینو) د سوریې په رایې ورکونکو برید وکړ او د دوي د وړونکو موټرو او بسونو شیشې یې ماتې کړې.
د دې برید او د هغې له رای ورکولو مخنیوی په تقیب کې، د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې دا کار محکوم کر او خبر یې ورکړ: دا عمل د لبنان او د سوریې له خلکو ترمینځه د اړیکو او اخلاقی او انسانی ارزښتونو سره هیڅ اړیکه نه لري.
په دې بیانیه کې راغلي: دا ډلې او پټ لاس لرونکي کسان هیڅ کله د لبنان د خلکو غړي نه دي، د هغه خلکو چې د بحران د کلونو په اوږدو کې، کډوالو ته ځای ورکړې او له هغې یې ملیمستیا کړې ده.
حزب الله ټنیګار وکړ د لبنان خلک هیله لري چې له سوریې سره اړیکه خپل طبیعي شکل او د دواړو اړخونو د خلکو په ګټو بدله شي.
3972758
captcha