
د رژیم صهیونیسټي او فلسطینیانو ترمینځه له اوربند سره بیا هم، د دې رژیم صهیونیست پولیسو د مسجد الاقصی په انګړ کې را جمع شوې لمونځ کونکو برید وکړ.
د الجزیره د خبریالانو په وینا، لمونځ کونکې په مسجد الاقصی کې و چې د صهیونیست رژیم ځواکونو د د اوښکو د ګاز په ویشتلو سره هڅه وکړه دوي متفرق کړي.
ویل کېږي چې د صهیونیسټو ځواکونو د غږ بمونه هم د فلسطینی لمونځ کونکو په لور ویشتلې دي.
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم هوایي بریدونو په بمونو حداقل له ۶۶ ماشومانو په شمول ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان شوې دي او پراخ ویجاړتیا رامینځته شوې ده.
3972845