صلاح الدين رباني وويل: د بهرنيو ځواکونو وتلو د دغه هېواد ځينوډلو ته د کاميابۍ د دروغو احساس ورکړے دے.
رباني په افغانستان د امريکې په کارکردګۍ باندې په نيوکې سره وويل: هغې ډلې ته چې په افغانستان کښې دوه لسيزې جنګېدلې ده د نړيوال رواوالي ورکول پوښتنه رابرسېره کونکې چاره ده.
د افغانستان پخواني خارجه وزير طالب ډلې ته هم په خطاب سره وويل: که طالبان په دې فکر کښې وي چې د بهرنيو ځواکونو په تلو سره به قضيه د دوي په ګټه تمامه شي نو په حساب کتاب کښې تېروتي دي.
رباني دوام ورکړ چې په افغان ولس کښې بدلون راغلے دے ، نن د ديني، ارزښتونو، ازادۍ او خپلواکۍ نه علاوه عدل و انصاف او ولسواکي هم د دوي سره کرښه ده.