د افغانستان د ملي امنیت ادارې عمومي مشر په دې خبرې سره چې په سید الشهداء ښوونځي باندې د حملې تحقیقات تراوسه کوم مطلوب ځاې ته نه دي رسیدلي، وویل: د دې ترهګرې حملې عاملان به ډیر زر معرفي شي.
احمد ضیا سراج پرون د افغانستان د جګ پوړو امنیتي مسئولانو په خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې د سید الشهدا ښوونځي د ترهګرې حملې په تړاؤ تراوسه څوک نیول شوي نه دي، له خلکو وغوښتل دغې ادارې ته فرصت ورکړي چې د یادې خونړۍ حملې عاملان معلوم کړي، ویې نیسي او سزا ورکړي.
هغه د کابل د لویدیځې سیمې لپاره د امنیتي طرحې په هکله هم وویل: ټول افغانستان له امنیتي ستونزې سره مخامخ دی او د ټول هیواد په تیره بیا د پلازمینې کابل لپاره په یوې سراسري طرحې کار شروع دی چې د ښار لویدیځه سیمه هم په کښې شامله ده.
د ویلو ده چې د تیرې غويي د میاشتې په اتلسمه نیټه د کابل په غربي سیمه کښې د سید الشهداء په نامه د انجونو د ښوونځي مخې ته د ترهګرو چاودنو له امله ۹۰ تنه مړه او په لس هاؤ نور ژوبل شوي وو.
د دغې ترهګرې حملې پړه تراوسه هیڅچا نه ده منلې خو د افغانستان حکومت یې د طالبانو کار ګڼي.