د مراکش ښار یوې محکمې د مراکش په هیواد کې، د سه شنبې په ورځ د ایټالیا هویت لرونکې یوې 23 کلنه مهاجرې میرمنې ته په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوی په جرم د درې نیمو کالو حبس او 50000درهامو په جریمې محکوم کړه.
23 کلنې کډوالې ښځې په 2019 کال کې د قرآن کریم یو سورې د تحریف اقدام کړې و او په خپله شخصي فیسبوک پاڼه یې خپره کړې و. هغه د دې جون په 20 په رباط هوایی ډګر د امنیتي چارواکو لخوا نیول شوې وه.
د مراکش د عامه څارنوال ادارې چارواکو هغه په ټولنیزو رسنیو د اسلام د دین سپکاوی او په انټرنیټ او آډیو ویډیو میډیا کې خلکو ته د سپکاوي په توزیع کولو تورن کړی ده.
د دې چارواکو په وینا ، د داسې سپکاوي کارونو لپاره سزا په څرګنده د مراکش جنایی قانون کې ذکر شوې ده.
3981141