IQNA

15:34 - July 05, 2021
د خبر لمبر: 3484399
تهران(ایکنا) -ده زیاته کړه چین د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مهم رول لوبولې شی ځکه چی له اسلام اباد سره ښې اړیکی لری . ده جوته کړه د افغانستان ، پاکستان او چین ښې اړیکی د سیمې په ګټه کیدلې شی .

کرزی د افغانستان په راتلونکی کې د چین په مهم رول ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی په یولړ ویناوکې زیاته کړه چین له افغانستانه د امریکایی عسکرو له وتلو وروسته د دغه هیواد په راتلونکی کې مهم رول لوبولې شی .

ده زیاته کړه چین د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مهم رول لوبولې شی ځکه چی له اسلام اباد سره ښې اړیکی لری . ده جوته کړه د افغانستان ، پاکستان او چین ښې اړیکی د سیمې په ګټه کیدلې شی .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون هم  امریکا په هیواد کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ د رامینځته کیدا عامل وبلله .

هغه په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون په ناکامه بللو سره وویل په افغانستان باندې د امریکا له حملې مخکې په هیواد کښې هیڅ ترهګرۍ او سرزورۍ نه وه .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل امریکا په افغانستان باندې د حملې له وخت راهسې په ځلونو خپل ماموریت په هیواد کښې له سرزورۍ سره مبارزه او هلته د ثبات ټینګول اعلان کړی و خو دغه ماموریت اوس د افغانستان اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په پام سره کاملا ماتي خوړلي ده .

کرزي دغه راز ډاګینه کړه داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د عسکرو د شتون په وخت کښې یعني د دوې د ماموریت په اپوټه جوړه شوي ده .

parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: