کرزی د افغانستان په راتلونکی کې د چین په مهم رول ټینګار وکړ
زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی په یولړ ویناوکې زیاته کړه چین له افغانستانه د امریکایی عسکرو له وتلو وروسته د دغه هیواد په راتلونکی کې مهم رول لوبولې شی .
ده زیاته کړه چین د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مهم رول لوبولې شی ځکه چی له اسلام اباد سره ښې اړیکی لری . ده جوته کړه د افغانستان ، پاکستان او چین ښې اړیکی د سیمې په ګټه کیدلې شی .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون هم امریکا په هیواد کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ د رامینځته کیدا عامل وبلله .
هغه په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون په ناکامه بللو سره وویل په افغانستان باندې د امریکا له حملې مخکې په هیواد کښې هیڅ ترهګرۍ او سرزورۍ نه وه .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل امریکا په افغانستان باندې د حملې له وخت راهسې په ځلونو خپل ماموریت په هیواد کښې له سرزورۍ سره مبارزه او هلته د ثبات ټینګول اعلان کړی و خو دغه ماموریت اوس د افغانستان اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په پام سره کاملا ماتي خوړلي ده .
کرزي دغه راز ډاګینه کړه داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د عسکرو د شتون په وخت کښې یعني د دوې د ماموریت په اپوټه جوړه شوي ده .