IQNA

صهیونیسټانو ته د تابعیَت په ورکولو کې پر اماراتو دنیوکو زیاتیدا

15:17 - July 06, 2021
د خبر لمبر: 3484402
تهران(ایکنا) -متحده عربی اماراتو له اسرائیلو سره داړیکو د پياوړتیا لپاره د اقداماتو به دوام کې صهیونیسټانو ته دتابعیّت ورکول هم پیل کړي دي .

متحده عربی اماراتود ۲۰۲۰کال له ستمیر څخه له اسرائيلو سره اړیکې عادي کړي دي . د اماراتو حکومت په تیرو لسو میاشتو کې له اسرائیلو سره داړیکو د پیاوړتیا لپاره ډير ګامونه پورته کړي دي،چې په تل ابیب کې د سفارت پرانیستل او ابوظبئ ته د اسرائيلو دخارجه وزیر سفر پکې ډيرمهم وو .په عین حال کې یو بل هغه اقدام چې ئې ترسره کړی،د اسرائيلي ښاریزو ته متحده عربی اماراتو ته او د اماراتي ښاریزو نیواکي ټاټوبو ته سفرونه وو.

بیلابیلو رسندویو رابورونه ورکړي دي،د متحده عربی اماراتو حکومت په تیرو میاشتو کې کابو پنځه زره صهیونیسټانو ته د متحده عربی اماراتو تابعیَت ورکړی دی .امارات لیکس انټرنیټي سایټ چې د اماراتو له باطنه د پرده پورته کولو دخبرونو په خپرولو مشهور دی،په همداوروستیو کې ئې د نامې له اخستو پرته د باؤري سرچینو له قوله پخپل تر ټولو وروستي راپور کې ایشوا کړې ده په تیرو درو میاشتو کې داسرائيلو کابو پنځه زره ښاریزو د متحده عربی اماراتو تابعیّت ترلاسه کړی دی .

د متحده عربی اماراتو د حکومت دغه اقدام په اماراتو کې په تیره بیا په دوبئ اوابوظبئ کې د پانګونې په پوښښ کې ترسره شوی دی . د اماراتو مسئولان تاجرانو او پانګوالو ته اجازت ورکوي ،چې دمتحده عربی اماراتو تابعیّت دخپل اصلی تابعیّت له پریښودو پرته ترلاسه کړي . په حقیقت کې امارات مدعي دي دتابعیّت په ورکولو سره هڅه کوي ،بهرنۍ پانګونې جذب کړی او دا هماغه موضوع ده چې اماراتو له اسرائيلو سره داړیکو دعادي کولو په خاطر ورته مخه کړې ده .

اسرائيلیانو ددغه اقدام هم هرکلی کړی دی ، ځکه دوي له دې پرته چې خپل اصلي تابعیّت له لاسه ورکړي ، داماراتو تابعیّت هم ترلاسه کوي . په عین حال کې د متحده عربی اماراتو د تابعیّت په درلودلو سره نورو عربی هیوادونو ته هم سفرونه کولی شي . هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې په تیرې فرورۍ میاشت کې په یوه راپور کې لیکلی وو،د متحده عربی اماراتو دتابعیّت ترلاسه کولو، له ابوظبئ سره د داړیکو دعادي کولو دموافقې په اساس،د اسرائيلیانو لپاره یو فرصت برابر کړی دی . د اماراتو د تابعّیت ترلاسه کول، په ابوظبئ کې د کارکسب په خاطر د اسرائيلیانو لپاره یوازینی فرصت نه ، بلکې دوی به ددې جوګه کړي ، څو هغو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي ، چې د دوي سفر ته منع دی .

د متحده عربی اماراتو دغه اقدام د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی . دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ ویندوي طارق سلمي صهیونیسټانو ته د تابعیّت په ورکولو کې د اماراتو د حکومت اقدامات سخت محکوم کړي او وئيلي ئې دي ، دغه اقدام د متحده عربی اماراتو د ساز ازکونکي او خائن رژيم په څيرې د بې ننګۍ او بې غیرتۍ یو داغ دی.هغه له عربو سازباز کونکورژيمو نوڅخه وغوښتل پخبلو محاسباتو دې بیا کتنه وکړي،په تیره بیا د القدس د تورې نومې له جنګه وروسته چې د صهیونیسټي دښمن ماته خوړل او د فلسطین دحقوقو د بیرته اخستو لپاره ئې د مقاومت قدرت ثابت کړی دی .

بل هغه مهم ټکی چې موجود دی،دادی،چې دمتحده عربی اماراتو د حکومت له دغه اقدام سره مخالفت یوازې فلسطینیانو ته محدود نه دی، بلکې حتی پخپله متحده عربی اماراتو په داخل کې هم اماراتي فعالانو اوښاریزو په دغه اقدام سختې نیوکې کړي دي ،ځکه چې دغه اقدام دمتحده عربی اماراتو دنفوسو د جوړښت د بدلیدو سبب کیږی . په انټرنیټي او سوشل میډیا کې په زیاتره چینلونو کې د اماراتو کارونکو لیکلی دي ، بهرنیانو به تیره بیا اسرائیلیانو ته د تابعیّتونو ورکول ، په متحده عربی اماراتو کې په پټه په پراخ ډول روان دي او دا په داسې حال کې دي ، چې ددغه هیواد اصلي اوسیدونکي کډوال شوي او یا بندیان او یائې هم تابعیّت سلب شوی دی .

داسې ښکاري،د متحده عربی اماراتو حکومت ،د دغه شان منع شوو کارونو په ترسره کولو سره هڅه کوي د فارس خلیج د حوزې د نورو عربو هیوادونو لپاره په تیره بیا له اسرائيلو سره داړیکې په باب په یوې بیلګې بدل شي . خو په دغه اقدام نیوکه کونکي هم په دې اند دي،چې د متحده عربی اماراتو د حکومت دغه اقدام به ددغه هیواد لپاره د لازیاتو کلتوري اوټولنیزو تاوانونو د رامینځةکیدا سبب شي .

afghanirca.com

captcha