IQNA

د تهران د بین الافغاني غونډې بیانیه خپره شوه

15:27 - July 08, 2021
د خبر لمبر: 3484405
تهران(ایکنا) - فارس خبري اژانس وايي په تهران کښې د سولې په بین الافغاني غونډې کښې ګډون کونکو لورو شپږ(۶) ماده ییز بیانیه خپره کړه .

د سولې په بین الافغاني غونډې  کښې ګډون کونکو لورو  چې پرون او نن په تهران کښې وشوه شپږ(۶) ماده ییز خبر پاڼه خپره کړه .

د دغه بیانیې په شپږګوڼه چورلیزونو  کښې ویل شوي دي ګډون کونکي پلاوي په افغانستان کښې د سولې د تامینولو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د ښه نیت او هڅې او د تهران د میلمه توب مننه کوي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دواړه  لوري د جنګ د دوام له کبله د خطرونو په ګډ درک او  هغه تاوان په هکله  چې د هیواد سلامتیا ته متوجه کیږي موافقې ته ورسیدل چې جنګ د افغانستان د مسلې حل لاره نه ده او باید د سوله ییزې او سیاسي حل لارې ته د رسیدا لپاره د ټولو هڅو په هکله ارخ نیونه وشي .

په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی په تهران کښې د سولې خبرې په صمیمانه فضا کښې وشوې او ټول مسائیل په مفصل ډول او په صراحت سره مطرح شول .

په دغه بیانیې کښې ټینګار وشو لوري د تهران غونډه د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لارې د پیاوړتیا لپاره نوي زمینه او فرصت ګڼي .

د بین الافغاني خبرو غونډه د افغانستان د حکومت د استازیو ، د لوړپوړو شخصیتونو او د طالبانو د لوړرتبه پلاوي په ګډون سره پرون د ایران د اسلامي جمهوریت په کوربه توب او د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په وینا سره په تهران کښې پرانیستل شوه .

جواد ظریف د دغه غونډې د پرانیستلو په مراسمو کښې په افغانستان کښې د روانو کړکیچونو د حل لپاره د افغانستان د بیلابیلو لورو ترمینځ د خبرو اترو له بهیر سره د مرستې لپاره د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې د سولې له ټینګیدا وروسته د افغانستان له هراړخیزه پراختیا سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ژمنې ټینګار وکړ .

parstoday

 

 

captcha