IQNA

د پاریس جومات له خوا له اسلام سره مخالفت کونکي جینۍ ته دقرآڼ یو کتاب ډالۍ کړ

11:23 - July 12, 2021
د خبر لمبر: 3484418
تهران(ایکنا) -د فرانسې د غه پیغله اتلس کلنه میرمن میلا په دغې ډالۍ پسې پاریس جومات ته ورغلې او د جومات له مدیر شمس الدین حفیز سره ئې د جومات بیلابیلې برخې لیدلې او د کتابتون پشمول د جومات هال چې په ډير زړه پورې انداز سره جوړ کړي ، ورڅخه متاثِره شوي اودغه شان ډالۍ ئې یوې ټولنې ته د آرامښت ډالۍ کول بللي دي

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ و فرانسې د پاریس د جومات  مدیر شمس الدین حفیز دجمعې په ورځ  د فرانسې د یوې هغې  جینۍ په هرکلي سره چې څه موده مخکې ئې د اسلام او قرآن کریم  سپکاوي کړی ؤ ، د قرآن کریم یوه نسخه ورته ډالۍ کړه .

د فرانسې د غه پیغله اتلس کلنه میرمن میلا په دغې ډالۍ پسې پاریس جومات ته ورغلې  او د جومات له مدیر شمس الدین حفیز سره ئې د جومات بیلابیلې برخې   لیدلې او د کتابتون پشمول  د جومات هال چې په ډير زړه پورې انداز سره جوړ کړي ، ورڅخه متاثِره شوي  اودغه شان  ډالۍ ئې یوې ټولنې ته د آرامښت ډالۍ کول بللي دي   او  وئيلي ئې دي و قرآڼ د کتاب  ډالۍ د خپلې  عقیدې په اساس د دوستۍ او  سولې نښه ده . د جومات مدیر شمس الدین حقیز هم پخپلو  څرګندونوکې وئيلي دي ،ددغه جومات دروازې  ددرستو خلکو د لارښونې  او داسلام د دین د حقیقت د لاروښانه کولو لپاره هروخت خلاصې دي  او  دټولو په ورین تندي سره هرکلی کوو .

دا لیده کاته هاله شوي  چې د فرانسې  یوې محکمې څو ورځې مخکې  په مجازي فضا کې  میرمن میلا دګواښلو په جرم یولس کسان له څلورو میاشتو تر شپږو میاشتو پورې په بند او کابو یو نیم زر یورو جرمانه کړي دي

3983239

captcha