ایکنا خبری آژانس دطلوع نیوز له قوله راپور راکړ ، د طالبانو دغه ویندوي وئیلي دي ،د پاکستان په خلاف د افغانستان له خاورې د استفادې اجازت نه ورکوو . هغه زیاته کړې مونږ به هیڅ یوه افغان ښاریز ته کوم تاوان ونه رسوو ،که مجبوره نه شو ،نو دهیچاپه ضد به هیڅ ډول اقدام ونه کړو .
دذبیح ا... مجاهد په وینا دپاکستان تحریک طالبان ډله (پي ټي ټي ) دپاکستان داخلی موضوع ده او مونږ په دې زمینې کې پر لاسوهنې هیڅ اعتقاد نه لرو ، مونږ نه غواړ و په پاکستان کې ناکراري اوبې ثباتي رامینځةشي اوڅوک د مونږ د ګاونډي هیواد په ضد دمونږ له خاورې استفاده وکړي .
دطالبانو ډلې دغه ویندوي وئیلي ، پاکستان زمونږ مسلمان ورور هیواد او دوهم کور دی .مونږ ګډ ارزښتونه لرو او پاکستان د میلیونونو افغانانو کوربه دی ، مونږ له پاکستان سره دښو اړیکو غوښتونکي یوو . مونږ په دوحې کې یو مرکچي ټيم لرو او هیله مند یوو خبرې اترې په بریالیتوب سره پاي ته ورسیږي .
د طالبانو ډلې ویندوي یادونه کړې ،په افغانستان کې دښځو درست شرعي او اقتصادي حقوق ورکول کیږي او د درستو ښاریزو د هر ډول حقوقو ساتنه کیږي او د هیچا په حقوقو به چا ته د تیري اجازت ورنکړل شي . مونږ غواړو دخبرواترو له لارې اسلامی نظام واکمن کړو او په زور سره به کابل ته لاړ نه شو ،حتی که قدرت مو په لاس کې هم دی ، خو بیا هم خبرواترو ته ترجیح ورکوو .