IQNA

ناپېژانده وسله والو د افغانستان په کاپیسا کې یو دیني عالم وواژه

21:38 - July 15, 2021
د خبر لمبر: 3484431
تهران(ایکنا) -په افغانستان کې د کاپیسا په ولایت کې پولیس وایي چي یو وتلی دیني عالم د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو په حق ورسیده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش افغان رسنیو ته وویل چې د امام اعظم د دارالعلوم او مدرسې استاد او د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې د ولسوالۍ د ظفرخېلو امام نن سهار وختي جومات ته روان و چې پر لاره، وسله والو کسانو برید پرې وکړ او په شهادت یې ورساوه.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په افغانستان کې د وتلي عالمانو د وژلو بهیر د کلونو راهیسي دوام موندلی او اکثره د مسلمانانو تر مینځ د وحدت پلویان او د امریکایانو مخالف علما په نښه کیږي.

parstoday.com

captcha